امنیت

په ننګرهار کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر دوږي دمياشتې١١  نيټه  :
په ننګرهارولايت  کې داختر په لومړۍ ورځ ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو پرون داچين ، کوټ ، خوږياڼيو  او ددور بابا ولسواليو  له  ګڼ ميشتو لارو اوسيمو څخه  شپږ ماينونه کشف اوشنډکړل.
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې وسله والو طالبانو  غوښتل ددغو ماينونوپه ښخولو سره داختر په ورځو کې په ملکي وګړو  خونړي بريدونه وکړي  خو بريالي نه شول.
ده وويل ؛ ددغو ماينونو  دښخولو دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې  دوام لري .
په  افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې دماينونواوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته