امنیت

دوه تنه ځان مرګې بريد کوونکي ونيول شول

کابل – باختر مرغومي دريمه :
د خوست ولايت امنيتي مقامات وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې يې دوه تنه ځان مرګې بريدکوونکي نيولي دې.
د خوست ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى باختر آژانس ته وويل چې دغه دوه تنه پرون مازيګر دخوست په مرکز پورې اړوند مټه چينه سيمه کې ونيول شول.
دده دڅرګندونو له مخې: يو نيول شوى دکابل ولايت د شکر درې ولسوالۍ اوسيدونکى او د يو ښوونځى د يوولسم ټولګي زده کوونکى دى او دويم يې د خوست ولايت اوسيدونکى او په پکتيا پوهنتون کې محصل دى چې غوښتل يې څه موده مخکې د خوست ښار  په صحرا باغ سيمه کې د ميشتو امريکايي ځواکونو په قرارګاه ځان مرګې بريد وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته