کابل باختر دوري نولسمه :
د کابل _ جلال آباد په لويه لاره کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دوو ښځو په ګډون شپږ تنه ټپيان شول .
دغه پيښه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ په مشلي کمر ساحه کې نن هغه وخت رامنځته شوه چې دوه کرولا موټرونه له يوبل سره ټکر وکړ .
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغې ترافيکي پيښې له امله د دوو ښځو په ګدون شپږ تنه ټپيان شول .
ده د دغې پيښې د دريو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
د دغې ترافيکي پيښې علت د دوو موټرونو د چلوونکي بې احتياطي او چټکتيا بلل شوې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ