ټولنه

دازبکستان هيواد په زرګونو ټنه مرسته شوي غنم دپلخمري په سيلو کې زيرمه شول

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٧نيټه :   
افغانستان ته  دازبکستان هېواد  څه دپاسه يوڅلويښتو زرو ټنو مرسته شويو  غنمو دليږدولو بهير پاى ته ورسيد.
د پلخمري دسيلو دتصدۍ رياست سرپرست انجينر محمدالله  دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛  دازبکستان هېواد دڅه دپاسه يوڅلويښتو زرو تڼو مرسته شويو غنمو دليږدولو بهيرچې څه موده مخکې پيل شوي و په بغلان ولايت کې پاى ته ورسيد  او دغه غنم  دکرنې او اوبولګولو وزارت په  همغږۍ  دپلخمري سيلو په  زيرمه تون کې  ځاى پرځاى شول.
ده زياته کړه  دغه غنم  دبغلان ،سمنګان ، کندز ،  تخار او دبدخشان دولايتونو ونډه ده  چې په   بيړنيو حالاتو کې د دغو  ولايتونو د  اوسيدونکو  په واک کې ورکول کيږي.   پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته