ټولنه

د راتلوونکى کال د انتخاباتو د ښه ترسره کولو په مقصد يو سيمينار جوړ شو

کابل باختر دسلواغي دويمه :
د انتخاباتوپه باب دعامه پوهاوى او د راتلوونکى کال د انتخاباتو د ښه ترسره کولو په بهيرکې د ځوانانو د رول د لوبولوپه مقصد پرون په نيمروز ولايت کې يو سيمينارجوړ شو.
په دې سيمينارکې به د راتلوونکى کال په انتخاباتوکې د ځوانانو په تيره بيا دښځو او نجونو د رول د پياوړتيا په خاطر ښې لارې چارې وړاندې شي او د دغه ولايت په کچه د انتخاباتو په باب د خبرو اترو زياتې زمينې به برابرې شي .
د ودان موسسې د لويديځ زون د دفتر مسوول عبدالرحمن مولوي زاده په نيمروز ولايت کې د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې سيمينارکې چې دوه ورځې دوام کوي؛ نږدې شپيتو تنوعالمانو، قومي مخورو او د مدني ټولنې غړوګدون کړى دى او په انتخاباتوکې د خلکو د پراخ ګډون په لاره کې د ښو زمينو د برابرولو لپاره عملي پروګرامونه مشخصې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته