اقتصاد

په هرات کې دغنمو دحاصلاتو په سلوکې دشلو زياتوالى .

کابل باختر د زمري  اتمه :
دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو  رياست مسوولين په دغه ولايت کې  دغنمو په سلو کې دشلو محصولاتو دزياتوالى  خبر ورکوي .
دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو  رياست مسوولين  خوشبيني  څرګندوي  چې په روان کال کې به په دغه  ولايت کې دغنمو  حاصلات څه دپاسه  درې سوه زره ميتريک  ټنه وي .
دهرات ولايت  دکرنې او اوبو لګولو رياست  دکرنيزو چارو آمر  بشير احمد احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل داقليمي شرايطو مساعدوالي ، دکرنې داصلاح شويو  تخمونو کارول او په خپل وخت اورښتونه  هغه مهم عوامل دي چې په هرات ولايت کې يې دکرنيزو محصولاتو دکچې په زياتوالي باندې ديادونې وړاغيزه کړې ده .
دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو درياست دکرنيزو چارو آمر  څرګنده کړه چې په روان کال کې دهرات  ولايت په کچه  په څه دپاسه يوسلو پنځوس  زره هکتاره  ځمکه کې غنم کرل شوي دي .
  ده وويل په روان کال کې له همدې اندازې  ځمکې  څخه دوه سوه شپيته زره ميتريک  ټنه غنم ترلاسه شوي و چې دروان کال  ترلاسه  شوي حاصلات په هرات  کې دللمي  غنمو په ګډون  دغنمو په شلوکې دشلو زياتوالي څرګندوى دى .
شاغلي احمدي  څرګنده  کړه :  په روزنيزو پروګرامونو کې دګروندګرو ګډون  او دکرکيلې له نويو لارو چارو څخه استفاده ددغو محصولاتو  په وده کې اغيزه لري .
احمدي دغه مطلب ته په اشارې سره چې دملي وحدت  حکومت دکروندګرو داضافي غنمو په پيرودنې  ژمن دى وويل:  غنم دهرات ولايت په ټولو  ولسواليو کې کرل کيږي  او په دغه ولايت کې يوستر کرنيز محصول بلل کيږي .
  احمدي دګلران  ، کشک کهنه او کشک رباط سنګي  ولسوالۍ هغه مهمې  ولسوالۍ وبللې  چې په روان کال کې دغنمو محصولات پکې  زيات شوي دي.
له لسوکلونوراپديخوا دهرات  ولايت له هغو ولايتونو څخه بلل کيږي  چې دغنمو دکرنې اصلاح شوى تخم يې دهيواد دنورو ولايتونو ته هم ليږل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته