سیاست

جمهور رئیس غني او د فنلنډ جمهور رئیس په بېلابېلو برخوکې د همکاریو په اړه خبرې وکړې

کابل_باختر د وږي د مياشتې٢٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون غرمه په نیویارک ښار د ملګرو ملتونو ودانۍ کې د فنلډ له جمهور رئیس ساولی نینیستو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د فنلنډ جمهور رئیس وویل، حکومت یې په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره مرستې کړي او همدارنګه یې جمهور رئیس غني ته په راتلونکي کې د دغو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره د فنلنډ د تېرو همکاریو او په راتلونکي کې د هغو د دوام له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، فنلنډ په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ځنګلونو د احیا په  برخه کې پام وړ تجربې لري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د تېرو څو لسیزو جګړو له امله چې د افغانستان ځنګلونه زیات زیانمن شوي دي، د فنلنډ هېواد د بریالیو تجربو په رڼا کې په ښه توګه بېرته احیا کېډلی شي.
د فنلنډ جمهور رئیس وویل، هېواد یې د ځنګلونو د احیا په برخه کې له افغانستان سره هر ډول تخنیکي همکارۍ ته تیار دی. هغه زیاته کړه، د فنلنډ او افغانستان تخنیکي ټیمونه به په ګډه د ځنګلونو د احیا په برخه کې د فنلنډ د تخنیکي همکارۍ لپاره پلان جوړ کړي.
همدارنګه دواړو لورو په دې کتنه کې د اقتصادي همکاریو، د سولې تامین، سوداګریزې ودې او ټرانزیټ په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني وویل، افغانستان د خپل ستراتیزيک موقعیت له پلوه د اسیا او سیمې په څلور لاره د بدلېدو په حال کې دی او له همدې امله افغانستان د پانګونې، اقتصادي همکاریو، ټرانزیټ او سوداګرۍ د ودې ګڼ فرصتونه لري.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته