سیاست

افغانستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د ناظرغړي مقام ترلاسه کړ

کابلباختر دغبرګولي ١٨ مــــــه

د چین جمهوررئیس هوجین تاو د شانګهاى د همکاريو دسازمان د غړو هيوادونو د مشرانو په دولسمه غونډه کې په خپلې پرانستوونکې وينا کې په تیرو لسو کلونوکې د ترهګری پرخلاف د مبارزې او د اقتصاد او فرهنګ د ودې په لاره کې د شانګـهای د همکاریود سازمان لاس ته راوړنې ډیرې ګټورې وبللې .

باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې

ده، په نړی کې  د روان اقتصادي بحران پر وړاندې د دغه سازمان غوره کړی دریځ د ستاینې وړ وباله، وې ویل: موږ په دغو لسو کلونوکې د ګډې همغږی له لارې وکولای شول چې د بیلابیلو سیمه ایزو ننګونو پر وړاندې په ښه ډول مهم او رغنده ګامونه پورته کړو خو لا هم  زموږ پر وړاندې ننګونې شته چې پر وړاندې یې باید په جدي ډول مبارزه وشي.

ښاغلي هوجین تاو د تروريزم اونشه يي توکو ګواښ د سيمې ستره ستونزه وبلله او له دغو پدیدو سره د ګډې او قوي مبارزې لپاره یې د سيمې د هيوادونو ترمنځ د زياتې همغږی او جدي هلوځلو غوښتنه وکړه.

د چین جمهوررئیس په دې غونډه کې، افغانستان د شانګهای په سازمان کې د ناظرغړي هېواد په توګه اعلام کړ او د افغانستان حمهوررئیس ته یې له دې امله مبارکي و ویله.

د شانګهای دسازمان د نورو غړو هېوادونو مشرانو هم په دغه سازمان کې د ناظر غړي په توګه د افغانستان د غړیتوب له امله حامدکرزي ته مبارکي وویله او په خپلو ویناوو کې یې له افغانستان سره خپل ملاتړ اعلام او په دې باندې یې ټینګار وکړ چې د تروریزم او افراطیت  شتون  سیمې او نړی ته سترګواښ دی.

 دوی وویل چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه د دغو پدیدو پرخلاف جدي مبارزه کوي او په دې لاره کې به له افغانستان سره په هر اړخیز ډول مرسته او همکاري وکړي ترڅو هغه ګواښونه چې د ترهګری او افراطیت له اړخه د سیمې او نړی امنیت ته متوجه دي کنترول او له منځه لاړ شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئيس حامدکرزي هم په دې غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې د شانګهای د همکاری سازمان له ټولو غړو هېوادونو څخه قدرداني او مننه وکړه چې افغانستان یې په دغه سازمان کې د ناظر غړي هېواد په توګه ومانه.

جمهوررئیس حامدکرزي د نړی له یو شمېر هېوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لیکونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: افغانستان له تاسو سره دا ژمنه کوي چې د دغه هېواد له خاورې څخه به د هیڅ یو ګاونډي پرخلاف استفاده ونه شي، او افغانستان هم همدغه هيله لري.

حامدکرزي وویل: زموږ او زموږ د ګاونډیانو ترمنځ ګډ سوله ایز ژوند په حقیقت کې د ټولې سیمې د مصونیت او امنیت لپاره تضمین ګڼل کیږي.

حامدکرزي زیاته کړه: یوځل بیا ټینګار کوم چې افغانستان به د یو فعال غړي په توګه ستاسو ترڅنګ په دغه سازمان کې حضور ولري، ستاسو مرستو ته به اړتیا ولري او هځه به وکړي چې په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره هر ډول ممکنې مرستې ترسره کړي.

جمهوررئیس وویل: پيښو دا ثابته کړې ده چې د افغانستان د خلکو درد او رنځ یوازې په دغه هېواد کې محدود نه دی پاتې شوی، بلکې ګاونډیانو ته یې هم سرایت کړی دی. د دغه حقیقت په درک سره، هیله لرم دغه غونډه له دې وروسته له افغانستان سره په بشپړ نیږدیوالي کې کار وکړي او موږ ټولو ته متوجه خطرونه درک کړي او له افغانستان او پاکستان سره په ګډه د افراط ګرایي پر وړاندې  په مبارزه کې همکاري وکړي .

حامدکرزي وویل: زموږ هیله داده چې دغه ټولنه له افغانستان او پاکستان سره همکاره واوسي ترڅو له تروریزم سره د مبارزې لپاره یوه بریالی او بشپړ کړنلاره ترلاس لاندې ونیول شي.

په مرکزي اسيا کې امنيتي مسلې، د نشه يي توکو د قاچاقو او د تروريزم پرخلاف مبارزه هغه موضوعګانې وې چې د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو په دولسمه غونډه کې طرحه شوې.

 دغه راز د اقتصادي همکاريو اوپانګې اچونې پراختيا د دغې غونډې له نورو موضوعګانو څخه وې چې دغړو هېړادونو مشرانو ورباندې ټينګاروکړ.

د شانګهاې د همکاري سازمان ۱۱ کاله وړاندې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د چين ،روسيې ، ازبکستان ،قزاقستان ، قرغستان او تاجکستان د مشرانو په نوښت د همکاريو د ودې په موخه جوړ شو.

په منځنی آسیاکې امنیتي مسلې، په ځانګړي ډول ترهګري، بيلتون غوښتنې او افراط ګرایي د دغه سازمان پر وړاندې اصلي ننګونې ګڼل کیږي.

د يادونې وړ ده چې د شانګهاى د همکاريو د سازمان د مشرانو غونډه هرکال د دغه سازمان په یوه غړي هېواد کې جوړيږي چې سږ کال د چین په پلازمېنه بجینګ کې جوړه شوه او په راتلونکي کال کې به په قرغزستان کې جوړه شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته