-کابل – باختر د سلواغې دمياشتې دويمه
د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستيال په مولوي سنګين مشهور مولوي کمال پرون په خپل لاس د جوړ شوي ماين د چاودنې له امله د ده د کورنيو له څلورو تنو غړو سره ووژل شو.
د سرپل والي محمد طاهر وحدت د باختر آژانس خبريال ته وويل چې مولوي کمال د وسله والو طالبانو يوه پيژندل شوې څيره وه چې په ماين جوړولوکې خاص مهارت درلود.
ويل کيږي؛ ده غوښتل دغه ماين د سيمه ييزو مقاماتو او د امنيتي ځواکونو د وسايطو د له منځه وړلو په موخه د سرپل – جوزجان په لويه لاره کې د سيد آباد سيمې ته وليږدويي چې هدف ته له رسيدو مخکې په کورکې يې وچاوديد او له څلورو زامنو سره يې ووژل شو.
0 1 دقیقه لوستل