کابل باختر د مرغومي څلورمه :
په کابل ښارکې د ننني ځانمرګي بريد له امله شپږ تنه شهيدان شول .
د باختر آژانس د خبرله مخې: پيښه نن سهار په اوو بجو او څلويښتو دقيقو د کابل مسلخ ته څېرمه رامنځته شوه .
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب الله دانش وايي: ځانمرګى بريدګر چاوديدونکي توکي په خپلو جاموکې ځاى پرځاى کړي و .
چاودنه يوه کرولا ښاري موټر ته څېرمه وشوه چې د ښار مرکز ته يې سپرلۍ ليږدولې .
د دغې پيښې قربانيان ټول د همدې موټر سپرلۍ او ملکي وګړي وو.
په دې پيښه کې درې تنه ټپيان شوي او په قربانيانوکې ښځې هم شاملې دي .
دانش وويل: دا نه ده معلومه شوې چې د ځانمرګي بريدګر هدف څو ک و .
خو دا مسئله تثبيته شوې ده چې ځانمرګي بريدګر يو تنکى ځوان و .
پوليس د پيښې په باب څيړنې ته دوام ورکوي .
ختم_ ف _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل