کابل باختر دچنګاش ديرشمه :
په غزني ولايت کې پرون ٣٩ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د غزني ولايت امنيه قوماندان سمونوال فريد مشعل باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال مخالفين دقره باغ، جاغوريو، رشيدانو، اندړو او د جغتو د ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز په مربوطاتوکې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول .
مشعل زياته کړه: په دغو جګړو کې ۱۹ تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شول.
د غزني ولايت امنيه قوماندان وويل چې په دغو جګړوکې د رشيدانو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د سرپرست دويم څارن صبغت الله په ګډون شپږ تنه پوليسان شهيدان او يوولس تنه نور پوليسان ټپيان شول .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ