اقتصاد

غذايي بانک په هرات کې پرانيستل شو

کابل / د وري ۲٨ مه / باختر
د قرنطين په ورځوکې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره د هرات غذايي بانک  پرانيستل شو.
دغه بانک د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونو په نوښت جوړ شوى دى.
تراوسه نږدې دوه ميليونه ډالره نغذي او جنسي مرستې په دغه بانک کې جذب شوي دي او د مرستو د جذبولو بهير دوام لري.
د هرات والي سېد عبدالوحيد قتالي د دغه بانک د پرانيستلو په مراسموکې وويل چې له دغه بانک څخه په استفادې سره د خوراکي توکو بستې برابرې او پر اړو کسانو به ووېشل شي.
د هرات والي وايي: د بې وزلو کسانو سروې دوام لري او د ښار او ولسواليو په کچه به له اړو کسانو سره مرسته وشي.
د هرات د والي د څرګندونو له مخې؛ د زياتو مرستو د جذبولو لپاره د هېواد له مرکز او نړيوالو بنسټونو سره خبرې روانې دي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خوني رييس هم وايي چې مخکې له دې هم څلور زره  بستې خوراکي توکي پر اړو کسانو وېشل شوي دي او دغه بهير به دوام وکړي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستوکې غوړي، وريجې، لوبيا، نخود، چاى او روغتيايي توکي شته.
دغه مرستې د دغې ادارې د اطلاعاتو په بانک کې د ترلاسه کوونکو کسانو د مشخصاتو په ثبت سره وېشل کېږي.
ختم – ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته