امنیت

دپوليسو دکوماندو د٣٣٣ قطعې محاربوي وړتيا وستايل شوه .

کابل باختر د وري شلمه  :
دکورنيو چارو وزير نورالحق علومي او ملګري هيئت يې پرون  دپوليسو دکوماندو د٣٣٣ قطعې  محاربوي  ځواکمني او وړتيا  وکتله او ددغو ځواکونو بريالي  کړنې يې وستايل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  ددغې کتنې په بهير کې  دکورنيو چارو وزير په داسې حال کې چې ددغه وزارت  ستر امنيتي معين  سترپاسوال محمد ايوب سالنګي  ،  دستر درستيز لومړى مرستيال  ډګر جنرال مراد علي مراد ، دخاصو قطعاتو لوى قوماندان  پاسوال اسد الله  شيرزاد او د کورنيو چارو وزارت  يوشمير جګپوړي  افسران ورسره و ،  دپوليسو  دکوماندو د ٣٣٣ قطعې  منسوبينو ته وويل چې ستاسو محاربوي ځواکمنۍ او وړتيا دافغانستان خلک دهيواد په راتلوونکي هيله من کوي . دکورنيو چارو وزير زياته کړه چې دپوليسو دخاصو قطعاتو منسوبين دافغانستان دخلکوددښمنانو دسترګو داغزي په توګه په دې بريالي شوي دي  چې په تروريستانو او دنشه يي توکو په قاچاق وړونکو  ځپنده ګوزارونه وکړي .
  دکورنيو چارووزير  په دې بيان سره  چې دپوليسو  دخاصو قطعاتو  ځواکونه  دهيواد دامنيتي ځواکونو دلوړ ظرفيت  او  ځواکمني  بيلګه بلل کيږي  څرګنده کړه  چې دپوليسو دځواکونو  له پياوړتيا سره جوخت  په مدرنو پوځي تجهيزاتوسره د ډار اچوونکو ډلودځپلو په لاره کې  له دغو ځواکونو څخه  دخلکو هيله هم  له پخوا زياته شوې ده .
په دې کتنه کې  دکورنيو چارو وزير د فوق العاده ترفيع ګانو ، ستاين ليکونو او دنغدي جايزو په  اجرا کولو سره  دپوليسو دخاصې قطعې  يوشمير افسران  ، ساتنمنان او سرتيري  وستايل او ويې ويل  چې دکورنيو چارو وزارت  مشرتوب  دخپلو هغو کاري لومړيتوبونو په رڼاکې  چې مکافات  اومجازات يې  يوه برخه ده  ، په پرله پسې توګه  دهغو په تطبيقولو لاس پورې کوي .
  په همدې حال کې  دکورنيو چارو وزير اوملګري هيئت يې  دپوليسو دکوماندو د٣٣٣ قطعې  دپوځي تمريناتو بهير چې په هغه کې په ښارونو کې  دهوا او دځمکې له لارې دډليزو تروريستي بريدونو دځپلو څرنګوالي  نندارې ته وړاندې شوى و  ، وکوت  او د عملياتو په اجرا کولو کې يې  دپوليسو  دکوماندو د خاصې قطعې  دمنسوبينو محاربوي  تياري  او دعمل  چټکتيا  وستايله  او ويې ويل چې دپوليسو  خاص قطعات  دتيرو وختونو په نسبت  دخلکو داعتماد وړ ګرځيدلي دي  او دخلکو دپراخو پرګڼوباور يې  ترلاسه کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته