کابل، د کب ۲۷ مه، باختر
د زابل د احصایې ریاست مسوولین وايي، چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۴۰ برېښنايي پيژندپاڼې وېشلې دي.
د زابل د احصايې او معلوماتو رییس مولوي ګل محمد احمد د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دوو مرکزونو پرمټ یې د یاد ولایت په شاجوی او مرکز کلات کې خلکو چوپړتیا ګړندي کړي، چې د برېښنايي او کاغذي پيژندپاڼو د وېش له درکه ۲۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
په ورته وخت کې د برېښنايي پيژندپاڼو یوشمېر مراجعینو خوښي وښوده او ویې ویل چې خلکو ته د پېژندپاڼو د وېشلو په برخه کې غوره چوپړتیاوې وړاندې کېږي او دوی ترې راضي دي او له نورو خلکو هم وغوښتل چې ژرترژره دې ځان ته برېښنايي پيژندپاڼې واخلي.