سیاست

د مشرانو جرګې پلاوی چی د دويم نايب انجنيرحسيب الله کليمزي په مشری دملګرو ملتونوسازمان په چوکاټ کی دنړۍ د بحرانونو د ارزونې لومړني استماعيه اجلاس ته دګډون په موخه دامریکا متحده ایالاتو ته تللی و نن بیرته هیواد ته راستون شو.

کابل باختر دکب د میاشتی ٤ :
د مشرانو جرګې پلاوی چی د دويم نايب انجنيرحسيب الله کليمزي په مشری دملګرو ملتونوسازمان په چوکاټ کی دنړۍ د بحرانونو د ارزونې لومړني استماعيه اجلاس ته دګډون په موخه دامریکا متحده ایالاتو ته تللی و نن بیرته هیواد ته راستون شو.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :  د مشرانو جرګې درې کسیزاستول شوي پلاوي پدې اجلاس کې دګډون اوبحثونو سربیره د دي ناستې په ترڅ کې د ياد هېواد د مشرانو جرګې د مرستيال، د نړيوالو اړيکو د کمېټې رئيس،دافغان ملی امنیتی ځواکونودمالی تمویل دکمیټې له مشر،دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکادجمهوررییس ځانګړې استازې،دامریکا دنړیوالې سولې دانسټیټیوت درییس دیاد هیواد دنړیوالې پراختیایی ادارې مشر اوپه واشنګټن ښارکې دافغان سفارت دچارواکوسره لیدنې کتنې وکړې اودعلاقې وړموضوعګانو په اړه لکه د افغانستان د روان وضعیت، دتروریزم څخه پرملاتړوهیوادونو اوپه خاص ډول پر پاکستان د لازمو فشارونو اوتعزیرونو واردول،دافغان ملي امنیتی ځواکونوپه لاښه سمبالتیا اوپه ځانګړي توګه دهوایی ځواک پیاوړي کول اودلویوپروژو د پلي کولو په برخو کې لازم بحثونه وشول.
انجنیرکلمیزی اوورسره پلاوی همداراز دفدراتیفې روسيي دپارلمانی پلاوی سره په لیدوکې ددواړه هیوادونودپارلمانونوترمنځ داړیکودټینګښت برسیره هغوی ته ډاډ ورکړچی دبهرنیوځواکونوشتون به افغانستان کی دهیڅ هیواد لپاره ګواښ نه وي،اوهم یی دفدراتیفې روسیي دپارلمان استازونه وغوښتل چی په نظامی اوتخنیکی برخوکې دی دافغانستان هیواد بشپړملاتړوکړي ترڅوافغان امنیتی اودفاعی ځواکونه دترهګروپه ځپلوکې چی دسیمی اونړی هیوادنوته سترګواښ دی لاډیرې لاسته راوړنې ولري.
دیادونې  وړده چی دمشرانوجرګې په پلاوي کی دعامه هوساینې اوچاپیریال ساتنې دکمیسیون رییس نثاراحمدحارس او دمواصلاتو اومخابراتو دکمیسیون منشی نبیه مصطفی زاده هم ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته