ښوونه او روزنه

په روان کال کې دافغان-ترک ټول ښوونځي دترکيې پوهنې ته سپارل کيږي.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
په جوزجان ولايت کې دترکيې هيواد قونسل په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې رسنيوته وويل : دافغان –ترک د دوستۍ هغه ښوونځي چې پخوا دفتح الله ګولن له خوا يې ملاتړ کيده د ١٣٩٦کال دوري له مياشتې وروسته د ترکيې دپوهنې دوقف رياست ته سپارل کيږي.
په شبرغان کې دترکيې قونسل مظفراق يلدام دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو ښوونځيو کې دفتح الله ګولن فعاليت پاى ته رسول کيږي.
يوه اړونده خبرځاى وويل : دافغان – ترک د دوستي ښوونځيو دخپلو تعليمي فعاليتونو په بهير کې څه ناڅه پنځلس زره ډالره دفيس په ډول له زده کوونکو څخه راټولول او هغه يې دګولن دتروريستي سازمان دنړيوال مافيا په جيب کې تحويلول له دې وروسته چې دغه ښوونځي د ١٣٩٦ کال دوري له مياشتې څخه دترکيې دپوهنې د وقف په رياست پورې اړه پيدا کوي ددغو ښوونځيو له زده کوونکو څخه به يوازې شپږ زره دتحصيلي دورې دلګښت په نامه واخستل شي.
وروسته ژورناليستانو يو لړ پوښتنې طرحه کړې چې قونسل د ژورناليستانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته