کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٤نيټه :
درې پرمختيايي پروژې پرون په پروان ولايت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د باخترآژانس دخبرله مخې په دغو پروژو کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د ودانۍ انګړ د ديوال جوړول اوپه دغه رياست کې د څښاک د اوبو د يوې څاه کېندل او د اوبو رسولو د شبکې جوړول شامل دي چې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه د څلورو ميليونو يوسلو څلو رديرشو زرو افغانيو په لګښت پلي شوي دي.
د دغو پروژو د پرانستلو په مراسمو کې د پروان والي محمدعاصم عاصم د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل : هغه پروګرامونه چې په پروان و لايت کې دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا د رياست له خوا تطبيق شوي دي د خلکو په ژوند کې يې زيات بدلونونه رامنځته کړي دي.
ده وويل چې د پروان سيمه ييزه اداره دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا رياست او د نورو ادارو سره هلې ځلې کوي چې په راتلوونکي کې کال کې ګټورې پروژې خلکو ته تطبيق کړي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل