امنیت

په تخار کې دوسله والو طالبانو محاصره کيدل .

کابل باختر د کب څوارلسمه :
وسله وال طالبان په تخار ولايت کې دپوځيانو تر محاصرې لاندې دي
دتخار دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو کله چې دتالقانو ښار په قره  هندو کلي بريد وکړ له بريد وروسته دامنيتي منسوبانو له خوا محاصره شول
  اسير زياته کړه چې اوس ددغه کلي اوسيدونکي خپل کورونه پرې ايښي دي  او دامنيتي او دفاعي  ځواکونو دګډو عملياتو زمينه يې برابره کړې ده او ټاکل شوې ده تر بل ساعته دطالبانو دځپلو لپاره عمليات پيل شي
دتخار امنيه قوماندان وويل تراوسه پورې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي  اوڅوتنه نور يې ټپيان شوي دي او يو امنيتي منسوب  شهيد شوى او درې تنه سرتيري ټپيان شوي دي .
  ختم_  شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته