امنیت

درې وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابلدلړم۱۲مه/باختر
د زابل امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په خېشک سیمه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
امنیه قوماندان نجیب الله سرتېري د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې هوايي ځواکونو تېره شپه د شهر صفا ولسوالۍ په خېشک سیمه کې پر وسله والو طالبانو برید وکړ.
سرچینه زیاتوي چې په برید کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته