کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
په دايکنډي ولايت کې تېره شپه د ترافيکي پيښې له امله څلورتنه ووژل شول .
د دايکنډي ولايت دامنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر درمحمد حسني د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې يو بار وړونکى کاماز ډوله موټر چې د ګجران له ولسوالۍ څخه د چکتي ولسوالۍ په لور روان و؛ په هفتاد نفري سيمه کې له سړک څخه ووت چې له امله يې څلور تنه ووژل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ