تهران- مهر – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩
د ايران دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى مرضيه افخم ويلى دي چې ايران ددغه هيواد په باب دملګرو ملتو سازمان دبشر دحقوقو پريکړه ليک ردوي.
دملګرو ملتو سازمان عمومي ټولنې دچهارشنبې په شپه د يو پريکړه ليک په صادرولو سره د اعدام د سزا په ګډون دبشر دحقوقو دجدي سرغړونې له امله انديښنه څرګنده کړې ده.
دمهر دخبري آژانس له مخې : مرضيې افخم پرون وويل ايران له دې امله چې دملګرو ملتو سازمان د بشر دحقوقو له لارو چارو څخه سياسي استفاده کيږي
په کلکه خواشينى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ