اقتصاد

دکار او ټولنيزو چارو وزارت وياند : په کال کې يو مليونو تنو ته دکار زمينه برابريږي .

کابل باختر دکب پنځلسمه :
دکار ټولنيزو چارو شهيدانواو معلولينو وزارت  وياند  عبدالفتاح  احمدزي  دکار او  زده کړې  دملي هلوځلو په دويمه ورځ  ديوې نوي طرحې  خبرورکړ  چې دهغې له مخې  په کال کې يو مليونو تنو ته  دکار زمينه برابريږي .
  دکار او زده کړې  دملي هلوځلو پروګرام پرون په کابل کې پرانستل شو او ددريو ورځو لپاره  دوام مومي .
  دکار او ټولنيزو چارو وزارت وياند  عبدالفتاح احمدزي  دطرحه شويو موضوعګانو په باب دباختراژانس خبريال ته زيات جزئيات وړاندې کړل او ويې ويل  چې دکار او زد ه کړې  ملي هلې ځلې  دکار او ټولنيزو چارو وزارت  دنوې طرحې  يوه برخه ده   چې دکار  موندلو  زمينه برابروي .
  دده دڅرګندونوله مخې ،  ددغو هلوځلو په لومړى ورځ   څه دپاسه درې زره تنو دغه پروګرام  کتلي دى  او هيله کيږي چې نن  دمراجعينو شمير  زيات شي .
  دکار او تولنيزو چارو وزارت  وياند دکار دملي کنفرانس په نامه  ددغه وزارت  دنوې طرحې  خبر هم ورکړ . چې  پنځه کاله وخت نيسي او په کال کې يومليونو تنو ته دکار زمينه برابريږي .
د فيوچر پلان  دخدماتي بنسټ  اجراييو ي رييسې  سپوږمۍ  صيام چې دغه  هلې ځلې يې  پيل کړي دي  دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل  دهغو ستونزو له مخې  چې ځوانانو دکارموندلو او زده کړې په برخه کې  لرلې دغه هلې ځلې يې پيل کړي دي  چې په دې برخه کې دهغوى ستونزې لرې شي .
  ده زياته کړه چې په درې ورځنيو هلوځلو کې پنځه زره تنو ته دکار زمينه برابريږي .
ده څرګنده کړه چې په دغو هلوځلو کې  اووه  پنحوسو شرکتونو او تحصيلي بنسټونو ګډون کړي دي  اوپه تخفيف سره  دکارموندنې او دتحصيلي خدمتونو زمينه برابروي .
ديوه برخه وال بنسټ  دکارموندنې مسوولې  مريم اميني  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې د کار او زده کړې  دملي هلوځلو تر  دويمې ورځې پورې يې  ددرې ديرشو تنو  لنډ ژوند ليکونه  ترلاسه کړي دي .
ده زياته کړه  دوى  ژمن دي  چې يوسلو پنځوسو تنو ته  دکارزمينه برابره کړي . او هم دکار يوشمير غوښتونکي نورو موسسو ته معرفي کړي .
يوه برخه وال   قيام الدين  باختراژانس ته وويل  چې دى  دکارموندلو په خاطر  دغه ځاى ته راغلي دي  او دهغه ايميل له لارې  چې يوه  جوړونکي بنسټ  ورته ليږلى دى په دې خبر شو او تراوسه پورې يې په يوه شرکت کې خپل لنډ ژوند ليک ورکړى دى .
ده دوزرګارتيا په کمښت کې ددغه شان هلوځلو رول  ګټور وباله .
په همدې حال کې  يوې بلې برخه والې فيروزې  دباختراژانس خبريال ته وويل  يوه دوست يې  له دې سره  اړيکې ونيولې  او ددغه پروګرام په باب يې  خبرورته ورکړ .
فيروزې زياته کړه چې په يوه برخه وال بنسټ کې  دکارموندلو په خاطر چې دښځو لپاره  دى ، دغه ځاى ته  راغلې ده .
  دافغانستان دسوداګرى  او صنايعو دخونووياند  صيام پسرلۍ  دباختراژانس له خبريال سره په  خبرو کې په کارموندلو کې  دخصوصي برخې رول  مهم وباله او ويې ويل  چې دسوداګرۍ  او صنايعو خونې  ددغه شان پروګرامونو هرکلى کوي .
ده په راتلونکې کې ځوانانو ته دکار پيداکولو په خاطر  ددغه شان پروګرامونو دپيلولو خبر هم ورکړ .
   ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته