امنیت

د وسله والو طالبانو يوقوماندان په هلمندکې ونيول شو

 

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه

 د وسله والوطالبانو يو سيمه ييز قوماندان په هلمند ولايت کې د افغان پوځيانو او د ناټو ځواکونو په عملياتوکې ونيول شو .

 دغه قوماندان چې هويت يې  نه دى په ډاګه شوى، نن سهار د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتوکې په خپل پتڼځي کې ونيول شو .

 باختر اژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په دغه قوماندان ټيک کله چې د يو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و؛ د افغان پوځيانو او دبهرنيو ځواکونو له  خوا بريد وشو او ونيول شو .

  ويل کيږي چې ددغه بريد په بهيرکې طالبانو په دغه قوماندان پورې اړوند دوه تنه نور هم وژل شوي دي .

 له بلې خوا ناټو وايي چې په دغو عملياتوکې دطالبانو په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونو کيلوګرامه نشه يي او چاوديدونکي توکي يې هم ترلاسه کړي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته