اقتصاد

په لوګر کې د زردالو حاصلات ډېر شوي دي

کابل/ د زمري ۱۸مه/ باختر

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زردالو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، یوازې ددې ولایت د څرخ ولسوالۍ د زردالو سږنی حاصل دوه زره او ۵۰۰ ټنه دی، چې عواید یې ۵۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي.

د کرني وزارت معلوماتو له مخې؛ د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د نورو مېوو ترڅنګ د زردالو عصري بڼونه هم جوړ شوي دي، چې موخه یې د زردالو عصري بڼونو دودول دي.

د کرنې وزارت له چوپړونو څخه د لوګر برخمن شوي بڼوال وایي، چې  د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا بزګرانو او بڼوالو سره همکارۍ او دوی ته روزنه ورکول د بڼوالو د محصولاتو په زیاتوالي کې اغېزناک دي او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا روزنه او تخنیکي سلا مشورې د دوی د بڼونو د حاصلاتو د زیاتوالی لامل شوي دي.

د لوګر د کرنې ریاست د معلومات له مخې دمګړۍ په دې ولایت کې د زردالو ډېر بڼونه جوړشوي دي او ډېر شمېر بزګران  د زردالو په پالنه بوخت دي. د لوګر د زردالو محصولات د دې ولایت د کورني اړتیا پوره کولو ترڅنګ ګاونډیو ولایتونو ته هم صادریږي.

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته