اقتصاد

داسيا د پرمختيا بانک دټاپي پروژو په تطبيقولو کې مرسته کوي

کابلباختر دسلواغى ١٠ مـــــــــه

د اسيا د پرمختيا يي بانک دمنځنې او لويديځې اسيا رئيس د افغانستان دکانونو له وزير سره په کتنه کې دګازو سکتور د پرمختيا اود افغانستان له لارې پا کستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز دليږدونې د پروژي په اړوند ددغه بانک د زيا تو مرستو ژمنه و کړه .

ايوان مر ندا چې دڅو ورځنې سفر لپاره کا بل ته را غلى دي چې له افغان مقا ما تو سره و ګوري اود بيلا بيلو مسئلو له دې جملي څخه په افغا نستان کې د اسيا يې د پرمختيا بانک دپروژو په باب خبرې وکړې او ويې څيړې

 د افغا نستان د کانونو وزير وحيد الله شهرا ني په هغې کتنه کې چې له ده سره وکړه هغه ته يې د هغو اساسي اصلا حاتو په باب معلو مات ورکړل چې په دغه وزارت کې تطبيق شوى دى

 په کتنه کې دغه راز دواړو لورو د ترکمنستان ، افغا نستان ، پاکستان او هندوستان دګازو د ليږدونې د پروژې په باب خبرې و کړې

 د اسيا د پرمختيا يې بانک لوري ژمنه و کړه چې د ټاپي دګازو دليږدونې د نل ليکي د سترې پروژې د پرمختيا اود انرژي داړتياوړ د تا مينولو په مقصد په هيواد کې دشبرغان د تيلو دڅاګانو دبيا رغاونې اود تيلو د نورو پروژو دبشپړولو او لا زمو ترتيبا تو لپاره زياته مرسته و کړي

دغه راز ايوان مرندا دټاپي پروژې د اسا نتيا و لپاره د اسيا يې بانک رول ګټور وباله او په دې اړوند يې دسيمې د هيوادونو په اقتصادي ادغام او سيمه ييزو همکاريو ټينګار و کړ.

ده ژمنه وکړه چې ژمنه شوي مرستې په را تلونکو دريو کلو نوکې عملي کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته