خبرونهټولنه

په ننګرهارکې د سلګونوکورنیوسره مرسته وشوه

کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر

په ننګرهارکې یومرستندوي بنسټ له سلګونو کورنیوسره د ژمنیوجامواوخوراکی توکومرسته وکړه.

دغه کورنۍ د طبیعی پېښو، وزګارتیا او د بېوزلۍ د بحران له امله له ستونزو سره مخ شوي دي اومرستو ته اړتیا لري.

د دغه مرستندوي بنسټ مسوول انجنیرصابر عالمی باختراژانس ته وویل: ټاکل شوې ده په دریو ورځوکې په۱۵۰۰کورنیو خوراکی توکی اوجامې وویشي.

هغه وویل چې په  افغانستان کې به له اړو کورنیوسره د دوي مرستې دوام وکړي.

ج-ا

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته