خبرونهامنیت

په باميانو کې د اسلامي امارت د افرادو ترمنځ د خونړۍ جګړې په اړه څېړنې پيل شوې

 کابل / د لړم ١۴مه / باختر

په باميانو کې د اسلامي امارت د افرادو ترمنځ د جګړې د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل شوې دي.

په رارسېدلو خبرونو کې ويل شوي دي: هغه بازار چې د دغې جګړې له امله په باميانو کې تړل شوی و، نن سهار بېرته پرانیستل شو او حالت عادي شوى دى.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ پرون ناوخته د باميانو د استخباراتو د رييس مولوي مهدي او په باميانو کې د اسلامي امارت د ځانګړې قطعې د قومندان مولوي مقبل  د افرادو ترمنځ د ښار په پاميربازار ساحه کې جګړه وشوه چې ويل کېږي له امله يې درې تنه ټپيان شول.

د باميانو يوې امنيتي سرچینې باختر آژانس ته وويل چې د دغې پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

په همدې حال کې له باميانو څخه زموږ خبريال خبر راکړ چې نن سهار په سيمه کې حالت عادي شوى دى.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته