سیاست

جمهور رئیس غني د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل باختر دکب  لسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي مارک بودین سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهور رئیس غني په افغانستان کې د ده د ماموریت د مهال دکړنو قدرداني وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې هم افغانستان ته راشي.
ښاغلي مارک بودین په افغانستان کې په خپل ماموریت د خوښي ښودلو ترڅنګ د افغانستان حکومت او خلکو ته د زیات خدمت په برخه کې د بریالیتوب هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته