امنیت

دملي اردو پنځه تنه عسکر ټپيان شول.

کابلباختر د چنګاښ ١٤ مــــــه

دقند هار اوپکتيکا د ولايتو نو په مربو طاتوکې دماينونو دچاودنې له ا مله  دملي اردو پنځه تنه سرتيري ټپيان شول.

 دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر ا ژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونو په تيروڅلورويشتو ساعتوکې دقندهار ولايت د ژيړۍ او دپکتيکا ولايت دسر رو ضي د ولسواليو په مربوطاتوکې امنيتي د ندى تر سره کړي چې له امله يي د ملي اردو پنځه تنه سر تيري له ماين سره دټکر له ا مله ټپيان شول

ديو بل خبر له مخې د ملي اردو منسو بينو دقند هار او زا بل دولايتونو د نا امنو سيمو دپا کولو په مقصد تصفيوي عمليات تر سره کړل چې له ا مله يي له شاژورونو سره يي درې کلاشينکوفونه ، يوه زيا ته ا ندا زه چاوديدونکى تو کي او جنګې وسايل ترلاسه شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته