امنیت

يو ماين ښخوونکى په لوګر کې دخپل ماين ښکار شو

پل علم  باختر  دغبرګولي  نولسمه :
په لوګر کې  پرون يو ماين ښخوونکى دخپل ماين قرباني شواو درې تنه وسله وال مخالفين ونيول شول .
دلوګر دوالي وياند سليم صالح  ددغه خبر په تاييدولو سره باختراژنس ته وويل يو وسله وال مخالف چې غوښتل يې دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند کجي سيمه کې  په واټ کې ماين ښخ کړي دخپل ماين ښکار شو .
دغه راز دميرخان په ډلې پورې اړوند درې تنه وسله وال مخالفين چې دپاکستاني طالبانو دتحريک غړي دي د خروار ولسوالۍ دخواجه انګور دسيمې دخلکوپه همکارۍ  دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
  صالح زياته کړه چې نيول شوي کسان دزياتو څيړنو او ګرويګنو په موخه دملي امنيت رياست ته ليږدول شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته