امنیت

په ننګرهار کې دداعش په سنګرونو دقهرسيلاب عمليات به دوام ومومي .

کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
دافغانستان دوسله وال پوځ لوى درستيز وايي  چې په ننګرهار ولايت کې دداعش په سنګرونو دقهر سيلاب  عمليات به دتاکتيک په بدلون سره هماغه شان دوام ولري .
  جنرال قدم شاه شهيم دننګرهار ولايت ته په خپل سفر کې وويل چې پوځيان به دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيموکې دداعش پرخلاف خپلو عملياتو ته هماغه شان دوام ورکړي .
داپه داسې حال کې ده چې دداعش ډلې ته په ننګرهار ولايت کې په څو وروستيو مياشتو کې دروند زيان اوښتى دى .
ددغې ډلې په سلګونو تنه قوماندانان اوافراد دافغان پوځيانو او دناتو دځواکونو دځمکنيو او هوايي بريدونو په بهير کې  له منځه تللي دي او پوځيان په دې بريالي شوي دي چې دکوټ او اچين دولسواليو زياتره سيمې چې په افغانستان کې دداعش مهم مرکزونه بلل کيږي  ددغې ډلې له غړو څخه پاکې کړي .
لوى درستيز  په جلال اباد ښار کې دکوټ ، اچين ، روداتو ، خوږياڼيو او دهسکې مينې دولسواليو له سيمه ئيزو مشرانو اومسوولينو سره په کتنه کې وويل :دولت هوډمن دى چې په ننګرهار  کې دداعش يو مرکز هم پاتې نه شي .
ده وويل چې په کوټ  کې دداعش ځواکونه  ځپل شوي دي او داچين ولسوالۍ په زياترو سيموکې يې هم ماتې خوړلې ده او پاکستان ته تښتيدلي دي
جنرال شهيم  وويل  چې دوى به دداعش دځپلو لپاره خپلو ځمکنيو او هوايي بريدونو ته دوام ورکړي .
ده وويل په هغو ټولو ځايونوکې چې په ننګرهار کې دداعش له شتون څخه پاک شوي دي پوځي ټولګي ځاى پرځاى شوي او ځاى پرځاى کيږي چې ددغې ډلې دبيا پيداکيدو احتمال ناشوني کړي اوخلکو ته دسوکاله او ارام ژوندانه زمينه برابره کړي .
دافغانستان دملي امنيت دادارې مرستيال  عبدالمتين  بيک او دکورنيو چارو وزارت دپوليسو لوى قوماندان جنرال محمد سالم احساس چې په دې سفر کې يې دلوى درستيز  ملګرتيا کوله له خلکو څخه وغوښتل چې له ډار اچوونکو ډلو سره په مبارزه کې له خپلو امنيتي ځواکونوسره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته