کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٥
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا د دويم کنډک منسوبينو دوه تنه وسله وال مخالفين دننګرهار ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې ونيول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن شيرين آقا فقيري د باختر آژانس خبريال ته وويل : دکشفي راپورونو له مخې مخالفينو دغني خيلو ولسوالۍ دسرې غونډى په ساحه کې کمين نيولى و چې ددغې قول اردو د ځواکونو له بريد سره مخامخ شول.
وسله والو مخالفين له ساحې څخه تښتيدلي خو دوه تنه يې له وسلو سره يې ونيول شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ