امنیت

انجینیر محمدخان : د ملي اردو د الوتکې په پېښه کې رامنځته شوې مرګ ژوبلې سخت خواشینی کړی

 کابل باختر د زمري  دمياشتې ۱۵مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجینیر محمدخان د زابل په ولایت کې د ملي اردو د الوتکې د را لویدو په پېښه کې په رامنځته شوې مرګ ژوبلې سخت خواشینی شوی کوم چې له امله يې د ملي اردو یوشمیر منسوبین پکې شهیدان او ټپیان شوي.
لومړی مرستیال زیاته وي چې، دغه الوتکه چې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په شوخي سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله راغورځیدلې هغه کسان پکې شهیدان اوټپیان شول کوم  چې د هیواد د دفاع او ساتنې په لاره روان وو.
انجینیر محمدخان، د ټولو امینتي اودفاعي ځواکونو هلې ځلې او سرښندنې چې   دهیواد د دفاع او امنیت د ټینګښت په موخه يې ترسره کوي د ستایلو او قدردانۍ وړبولي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ددې ترڅنګ د لوګر ولایت- مرکز پل علم کې د چټک غبرګون قطعې ته نږدې هغه ځانمرګی برید هم په سختو ټکو وغانده کوم چې په ترڅ کې يې یوشمیر ملکي هېوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول.
د اجرا ئیه ریاست لومړی مرستیال د یادو درد ناکو پېښو له امله د وسله وال پوځ ټولو سرتیرو، د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي او ډاډګیرنه وړاندې کوي . شهیدانوته د جنت الفردوس ، ټپیانوته دعاجلې شفا او کورنيوته يې د جمیل صبر غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته