سیاستTOP

د بهرنیو چارو وزیر د متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي غوښتي چې کنګل شوې پیسې باید له قید او شرط پرته خلاصې شي

کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام وېسټ او مل لوړ پوړي پلاوي سره پر سياسي، بشري، پوهنې، امنيتي، روغتیايي او بانکي او نغدي مرستو رسولو کې پر اسانتیا رامنځته کولو دوه ورځنۍ تفصیلي خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛په دې کتنو کې د افغانستان پلاوي مقابل لوري ته د امنيت ډاډ ورکړ او غوښتنه يې ترې وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پيسې بايد بې له قيد او شرط خلاصې شي، تورلیستونه او بنديزونه ختم او بشري موضوعات له سياسي موضوعاتو بېل شي.

دواړو هیئتونو کې د موضوعاتو په اړه د ښه پرمختګ په موخه مسلکي او تخنیکي ګروپونو هم جلا جلا غونډې لرلې.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ غونډې په ټوله کې مثبتې وې او دواړو هوکړه وکړه چې په راتلونکي کې به هم ورته ناستو ته دوام ورکوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته