امنیت

پنځلس تنه وسله وال طالبان ونيول شول .

کابل باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه :
دحقاني په شبکې  پورې اړوند پنځلس تنه وسله وال کسان دلوګر او پکتيا په ولايتونو کې دپوځي  عملياتو په بهير کې  ونيول شول .
په دغو جګړه مارانو نن سهار او پرون دلوګر ولايت  دمحمد اغې او دپکتيا ولايت  دسيدکرم دولسواليو په مربوطاتو کې دافغان پوځيانو اودناټودځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شول اويو شمير يې ووژل شول .
  باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ، په يو شمير يې کله چې ديو لړ تروريستي بريدونوپه پلان جوړولو بوخت و  بريد وشو .
ناټووايي چې پوځيانو ددغو عملياتو په بهير کې دحقاني دشبکې په لسګونوجنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته