خبرونهامنیت

په بدخشان کې نوي کوماندویان ځای پرځای شول

کابل / د چنګاښ ۱۴ / باختر

د بدخشان په مرکزفیض آباد ښارپه امنیتي کمربندونوکې نوي کوماندویان ځای پرځای شول.

د ځانګړو عملیاتو قول اردو یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې کوماندویان او وګرني پاڅون کوونکي فیض آباد ښارته څېرمه د طالبانو پرپوستو ډيرژرعملیات ترسره کوي.

هغه وویل چې د دغوعملیاتوموخه د طالبان په شاتمبول او د خلکو د مال او ځان ساتنه ده.

هغه وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه چاته اجازه نه ورکوي چې خلکوته د سرزیان ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته