امنیت

اووه نوي تنه نور وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
د هيواد په ځينو سيموکې د ملي اردو د ځواکونو چاڼيزو عملياتو دوام وکړ او په نويو پرمختياووکې ٩٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د دښمنانو د ځپلو په مقصد د هيواد په ځينو سيموکې دوام لري، دغزني ولايت دقره باغ او ګيلان ، دپکتيا ولايت د زرملې، څمکنيو او د ډنډپټان ، د پکتيکا ولايت د برملې او ګوملې، د قندهار ولايت د شاولي کوټ ، د روزګان ولايت د دهراوود، سراب ، چارچينو ، چورې ، چکه جوى، ګيزاب او دخاص روزګان ، د دايکنډي ولايت د ګجران ، د فراه ولايت د بکوا او ګلستان ، د بادغيس ولايت د آبکمري، د هرات ولايت د کرخ ، د ننګرهار ولايت د نازيانو، د بغلان ولايت د ډنډ غوري او د مرکزي بغلان، د جوزجان ولايت د فيض آباد، د بلخ ولايت د چهار بولک او دولت آباد، د فارياب ولايت دپښتون کوټ، د تخار ولايت د اشکمش او د هلمند ولايت د موسى قلعه په ولسواليوکې ترسره شول چې له امله يې ٩٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ ٨٨ تنه ټپيان او يو شمېر نوريې ونيول شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسلې، مهمات او نور پوځي تجهيزات په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې:
د ملي اردو ١٣ تنه سرتيري د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې دماينونو د چاودنو او د دښمن د درندو وسلو د ډزو له امله د هيواد په بېلابېلو سيموکې شهيدان شول.
دغه راز د ملي اردو ځواکونو د دندو د ترسره کولو په بهيرکې ٩٨ ماينونه کشف او شنډکړل .
دغه ماينونه نوي د تروريستو طالبانو له خوا د هيواد په ځينو سيموکې ښخ کړى شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته