۱۰۰ ورځې

تبصره

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٨ :
په برياليتوب سره د انتخاباتو ترسره کيدو په هېوادکې سياسي لرليد لاپسې روښانه کړ او د خلکو استقامت او درايت، د امنيتي مسوولينو ميړانې او د مطبوعاتو رسالتمندانه کار، خلک د دغو انتخاباتو اصلي بريالي معرفي کړل.
دباخترآژانس مبصر  ليکي :
که چېرې په کره توګه د انتخاباتو بهيرته له پيل څخه تر پاى پورې ځير شو؛ ډله ييزې ژمنې او ملي انګيزې د وګړنيو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره لاره برابره کړه  چې په پاى کې دا خلک وو چې د دغو انتخاباتو بريالي شول.
په دې ملې بهيرکې د بېلابېلو بنسټونو ميړانه، او زړور تيا د ستاينې وړ ده. خو د رسنيو  ژمنتوب او رسالت د دې سبب شول چې د افغانستان د خلکو دښمنانو و نه کړاى شول د افغانستان له خلکوسره خپلې رواني جګړې ته دوام ورکړي او دا رسنۍ وې چې د ډار اچوونکو ډلو د خبرونو، طالباني افکارو او تروريستو او پردي پالو ډلو د زور زياتى د خبرونو په تحريمولو سره د هغوى د فعاليتونوکچه ټيټه کړي او آن هغه په هيڅ بدل کړي .
دا د رسنيو رسالتمندانه کار و چې خلکو په ملي انګيزې او مفکورې سره د رايو ورکولو د مرکزونو په لور مخه وکړه او خپل سياسي بلوغ يې ثابت کړ.
په داسې حال کې چې طالبان د پرديو په امر ددغه بهير په سبوتاژ او ګډوډلو ګومارل شوي وو؛ هلې ځلې وکړې چې دغه بهيرله اصلي تګلوري څخه يې واړوي.  په تروريستي او ډار اچوونکو فعاليتونو د هغوى لاس پورې کول، د ماشومانو او ښځو وژل، د خبريالانو وژل او د ټولنې په څلورم رکن تعرض او په پاى کې د طالبانو او د سيمې د استخباراتي سازمانونوله خوا د رواني جګړې سختوالى د دې سبب شول چې دغه حرکتونه د افغانانو له غبرګون سره مخامخ شي.
په دې بهيرکې د رسنيو دريځ د ستاينې وړ دى. رسنيو په طالبانو پورې د اړوندو خبرونو په تحريمولو اويا د هغو خبرونو په تحريمولو سره چې په هغوکې د جګړې، تاوتريخوالى او وحشت خبرې وې، د دې  زمينه برابره کړه چې زموږ خلک په نوې او له طالباني ګواښونو څخه په خلاصې روحيې او په ملي انګيزې سره د انتخاباتو په لور ګام واخلي او خپله اراده څرګنده کړي .
د رسنيو په رسالتمندانه او خلاق کار سره و چې طالبان او ډار اچوونکي لا زيات تجريد شي. د هغوى تجريد د دې سبب شو چې خلک  د آرامۍ احساس وکړي او په ډاډ سره خپل راتلوونکى مشر انتخاب کړي.
د رسنيو واقعبينانه دريځ او  د هغوى ملي هدفمندکار زموږ خلکو ته روحيه ورکړه ، رسنيو او مطبوعاتو ثابته کړه چې مطبوعات د خلکو د هويت څرګندوى  او د مسوولينو سترګې او ژبې دي. دا  مطبوعاتو و چې په ملي تحرک او عمل سره يې  عام مخاطب  پيدا کړ؛ هغوى د انتخاباتو دترسره کولوپه وخت کې خپل پروګرامونه دټولنې له اړتياوو سره سم عيار کړل؛ وګړني عمل يې وکړ. د هغوى پوهه انساني، ملي او افغاني وه. د هغوى رسالتمندانه کار و چې د ډار اچوونکې ډلې نارو سورو،  ناوړو تبليغاتو، ترور او وحشت ته يې ځواب ووايه او ډار اچوونکو ونه کړاى شول  خپلې رواني او تبليغاتي جګړې ته دوام ورکړي او رسنۍ دخپلو پروګرامونو دعملي کولو وسيلې وګرځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته