امنیت

د ملي امنیت شورا غونډې، د افغانستان په خاوره کې د ځانګړو عملیاتو د بشپړه افغاني کولو په اړه تفاهم لیک، تصویب کړ

کابلباختر د وري ٢٠ مــــــــه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د افغانستان په خاوره کې د شپنیو عملیاتو په شمول د ځانګړو عملیاتو د بشپړه افغاني کولو په اړه تفاهم لیک، وڅیړه.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.

په دې غونډه کې چې نن په ارګ کې ترسره شوه او په هغې کې د جمهوري ریاست مرستیالانو او د امنیتي بنسټونو چارواکو ګډون کړی و، د افغانستان  او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ د افغانستان په خاوره کې د ځانګړو عملیاتو د بشپړه افغاني کولو په اړه تفاهم لیک وڅیړل شو او تصویب شو.

د دغه تفاهم لیک له مخې، ځانګړي عملیات د افغان ځواکونو له لوري د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتي ځواکونو په ملاتړ د افغانستان له قوانینو سره سم ترسره کیږي.

د ملي امنیت شورا غونډې همدا راز د امریکا له متحده ایالاتو سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه د شویو پرمختګونو څرنګوالی هم تر وڅيړه.

ورپسې د بدخشان ولایت د امنیتي حالت په باب خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه، دکورنیو چارو او د ملي دفاع وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې په نیږدې همغږۍ کې دې د دغه ولایت د امنیت د ټینګښت په برخه کې له یو بل سره کار وکړي او پرې نه ږدي چې د افغانستان د خلکو دښمنان په دغه ولایت کې په ګډ وډیو لاس پورې کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته