نړۍ

دامريکا دبهرنيو چارو وزير : دکيمياوي بريد په باب خبرې لوبه نه ده .

واشنګتن وي او اي نيوز  باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري او دهغه روسي  سيال سرګي لاوروف پرون په ژنيو کې دسوريې  دکيمياوي وسلو په باب خبرې وکړي .
جان کري له دغې غونډې مخکې  وويل چې هيله لري ديپلوماسي وکولاى  شي په سوريې دامريکا داحتمالې بريد مخه ونيسي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزير وويل :   موږ نه شو کولاى اجازه  ورکړو بل کيمياوي بريد وشي.
جان کري د خبرو په باب وويل :  هيله زياته  ده دسوريې دکيمياوي بريد په باب خبرې لوبه  نه ده .
ده زياته کړه ،  سمه ده چې واشنګڼن او مسکو دسوريې دکيمياوي بريد دمسوول په باب دنظر اختلاف لري خو په ډيرو نورو مسلو کې يو خيل باور لري.
دروسيې دبهرنيو چارو وزير هم وويل  په دې باور دى چې امريکا غواړي له روسيې سره يونظر شي .
اوباما هم هيله کړې ده چې دکري او  لاوروف کتنه ګټوره  وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته