ورزش

د ملي المپيک کميټې د ورزشکارانو لپاره د زياتو امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړه

کابل باختر د وري  اووه ويشتمه :
د افغانستان د المپيک د ملي کميټې عمومي ټولنه له حکومت څخه غواړي ترڅو افغان لوبغاړو ته زياته پاملرنه وشي.
د دغې کميټې د خپرونو مسوول منور شهزاد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ټاکل شوې ده تر راتلوونکې يوه مياشت پورې د آذربايجان په پايتخت باکو ښارکې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د المپيک  سيالۍ ترسره شي .
  شهزاد زياته کړه: د هغوسياليو په باب چې ټاکل شوې ده په باکو ښارکې ترسره شي؛ د المپيک په کمېټه کې د بېلابېلو فدراسيونونو رييسانو غونډه درلوده او له حکومت څخه په دغوسياليوکې د افغان لوبغاړو د ګډون او د امکاناتو د برابرولو غوښتنه وکړه .
د اسلامي هېوادونو ترمنځ ورزشي سيالۍ په نړيواله کچه له مهمو سياليوڅخه بلل کيږي چې په بېلابېلو څانګوکې ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته