کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٨ :
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د ډلو ترمنځ د جګړې له امله ٢٢ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغه جګړه د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ د پشت کوه په ساحه کې د ملا ننګيالى او ملاصمد د پلويانو ترمنځ رامنځت شوې ده .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د دغه خبر په تائيدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې د ملاصمد ٩ تنه او د ملا ننګيالي ٢ تنه افراد وژل شوي دي .
ښاغلي فرهاد د دغې جګړې د ټپيانو شمېر ١١ تنه اعلام کړ چې ٤ تنه يې د ملا ننګيالي جګړه ماران او ٧ تنه نور يې د ملاصمد جګړه ماران دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ