جلال آباد باختر د ليندي پنځلسمه :
په ننګرهار ولايت کې د جنايي پيښو په اړوند شپاړلس تنه ونيول شول .
دغه کسان په تېرو څليرويشتو ساعتو کې د ننګرهار ولايت په ګوټ ګوټ کې د پوځيانو د ځانګړو عملياتو او پلټنې په بهيرکې نيول شوي دي .
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل چې په نيول شويوکسانو د وژنې، غلا، د نشه يي توکو د قاچاقو او د انسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ده وويل چې دغه کسان د دغه ختيځ ولايت په بېلابېلو سيموکې د پوځيانو د ځانګړو عملياتو او پلټنې په بهيرکې نيول شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ