ټولنه

په دولتي پستونوکې په زبرځواکونو پورې د اړوندوکسانو د ګومارلو په باب انديښنې

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
د پروان ولايت يوشمير اوسيدونکي وايي چې ددغه ولايت ددولتي ادارو په پستونوکې په سيمه ئيزو زبرځواکونو او دولتي مقاماتو پورې اړوند افراد ګومارل کيږي اوداکار ددولت  او ملت ترمنځ دواټن  درامنځته کيدوسبب شوى دى .
ويل شوي دي له ازادې سيالۍ پرته په دغه ولايت کې په دولتي پستونوکې دافرادو ګومارل   له اړيکو او واسطې څخه  په استفادې سره  ترسره کيږي له همدې امله دپروان خلک وايي که چيرې په بې واسطو  کسانو ددغه شان ظلم مخه ونه نيول شي هيڅکله به دغه ولايت پرمختګ ونه کړي .
په همدې حال کې دپروان ولايت په اداري اصلاحاتو کې مسوولين وايي چې دپستونو نشتوالي ، ددغه ولايت په  عامه ادارو کې دظرفيت کمښت او دغه راز  په دولتي ادارو کې دافرادو په ګومارلو کې   دزبرځواکونو افرادو اوبډايو واسطه لرونکو افرادو لاس لرل  دځوانانو په وړاندې يوه ستره ستونزه ده .
دپروان ولايت داداري اصلاحاتو رييس  سيد صالح صالح په دې باب دباختراژانس خبريال ته وويل :دپروان ولايت مشران بايد په دولتي پستونوکې دکم سوادو او بې ظرفيته کسانو له ګومارلو څخه ډډه وکړي .
په همدې حال کې دچارو کارپوهان وايي کله چې دملي وحدت دحکومت مسوولين دپوهې او لياقت  او دغوره سالارۍ له مخې افراد په دولتي پستونوکې جذب نه کړي هغه بحران به چې په هېواد کې شته دوام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته