ټولنه

د سترې محکمې اعلامیه

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٠
د سترې محکمې اعلامیه
((د سعودي عربستان د شاهي دولت د اعلامیې له مخی: د دوشنبی ورځ د ۱۳۹٢ هجري لمریز کـال د تلې دوه ویشتمه نیټه چی د 1434 هجري قمري کال د ذوالحجې له نهمې ورځې سره برابره ده؛ د عرفې ورځ او سه شنبې د تلې د میاشتې در ویشتمه چی د ذوالحجې د لسمې ورځې سره برابره ده؛ د نیکمرغه لوی اختر لومړۍ ورځ ده .
د افغانستان د اسلامي جمهوریت ستره محکمه په دغه مناسبت خپلې مبارکې او نیکې هیلې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتماب حامد کرزی، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رییسانو، د کابینې غړو، لوی څـارنوال، په ملي شوراکې د خلکواستازو او د افغا نستان ټولو دیندارو او مسلمانو خلکوته و ړاندې کوي او د لوی خدای (ج) څخه هیله کوي چې د افغانستان مسلمان ولس ته سوله ، امنیت ، سوکالۍ او ترقي ورپه برخه کړي.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته