سیاست

هدايت امين ارسلا دامريکا له نوى سفير سره وکتل

کابل باختر دوږي  نولسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت ستر وزير  هدايت امين ارسلا  نن له غرمې وروسته  په افغانستان کې د امريکا دمتحده ايالاتو  له نوى سفير  جيمز بي کانګهم  سره   دپيژندګلوي کتنه وکړه .
  دباختر اژانس دخبر له مخې په پيل کې  ستر وزير  دامريکا دمتحده ايالاتو دسفير دټاکنې هرکلي وکړ او هيله يې وکړه چې  په افغانستان کې  دده د ماموريت دوره  دافغانستان او امريکا  دوستانه اړيکي لازياتې ټينګي کړي .
  ده زياته کړه دافغانستان دولت اوخلک   دوروستۍ لسيزي په بهير کې دامريکا دمتحده ايالاتو دمرستو له امله قدرداني کوي  اوهيله لري  چې  ديو باثباته  او سوکاله افغانستان  دجوړولو لپاره  دامريکا دمتحده ايالاتو مرستي  له   ٢٠١٤ کال وروسته هم  دوام ومومي .
  وروسته  دامريکا دمتحده ايالاتو نوى سفير  څرګنده کړه چې دي به  هلې ځلې وکړي  چې دافغانستان  له حکومت سره  په هلوځلو کې دافغانستان دخلکو دسوکالي او دثبات د اعاده کولو  لپاره  همکاري وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته