امنیت

د ماين د چاودنې له امله اووه تنه ووژل شول

کابلباختر د ميزان ٢
په کاپيسا ولايت کې پرون مازيګر د ماين د چاودنې له امله پنځه تنه پوليسان ، د ناټو د ځواکونويوعسکراود هغه افغان ژباړونکى وژل شوي دي.
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې امنيتي ځواکونو غوښتل ماين شنډ کړي.
دکاپيسا د امنيه قوماندانۍ ويندوى همايون رشيدي باخترآژانس ته وويل: دغه ماين د ورانکاروعملونو د ترسره کولو په مقصد دطالبانو له خوا دنجراب ولسوالۍ په مربو طاتوکې ځاى پرځاى شوي و اود خلکو په همکارۍ کشف شو.کله چې ماين د شنډولو په وخت کې وچاوديد؛ پنځه تنه پوليسان ، د ناټويومنسوب چې د ماين په شنډولوکې مهارت درلود؛د هغوى له يو افغان ژپاړونکى سره ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته