امنیت

دطالبانو د ډلې يو سرګروپ دفراه ولايت په خاک سفيد کې ووژل شو .

کابل باختر  دچنګاښ دريمه

   دوسله والو طالبانو د ډلې يو  سرګروپ تيره شپه په فراه ولايت کې  له پوليسو سره دنښتې په بهير کې  ووژل شو

 دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن  ژوندى  وايي چې يوه اته کسيزه ډله وسله وال طالبان چې په موټرسايکلونو سپاره وو غوښتل دخاک سفيد ولسوالۍ په سرخ  ديوال  سيمه کې يو ماين ځاى پرځاى کړي چې دپوليسو له خوا  وپيژندل شول او ددواړو لورو ترمنځ دنښتې سبب شو .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې،  په دې نښته کې دوسله والو طالبانو سرګروپ ملا رحمت الله ووژل شو او دملا نواب په نامه يوبل سرګروپ  ټپي او  ونيول شو او  نور طالبان  وتښتيدل .

 دخاک سفيد ولسوال عبدالخالق  نورزي  وويل  چې دوه کلاشينکوفونه  دوه ماينونه دوه موټرسايکلونه او دوه مخابرې دپوليسو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته