سیاست

تبصـــره :

کابل باختردزمري دمياشتې ٢٠ :
د افغانستان خلک په هېواد کې دنظام له مسوولينو او د نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې  د تروريستي شبکو اود هغوى د بهرنيو ملاتړو په  وړاندې دې  د هغوى ځواب يو جدي ځواب وي او د سولې دخبرو ترڅنګ پرله پسې پوځي فشار هم له ياده ونه وځي.
دباخترآژانس  مبصرليکي :
وروستۍ ورځې دافغانستان د خلکـــــو لپاره  ډيرې  سختې ورځې  وي ، په کابل ، کندز، لوګر او د هلمند په  ولايتونو کې  د تروريستي بريدونو له امله  زموږ يو شمير هېوادوال  چې زياتره يې ملکي وګړي وو ، ووژل شول اوبيا هم يو زيات   شمير کورنۍ د خپلو عزيزانو په  وير کې کښيناستلې  او بيا هم د کنډو او يتيمانو شمير  زيات شو .
د تروريستي شبکو او د هغوى د بهرنيو ملاتړو په  وړاندې  زموږ د خلکو غبرګون روښانه او څرګند دى . ټپيانو ته  د خلکو له خوا د وينې ورکول د مدني فعالينو اعتراضونه چې وايي  (( تروريستانو موږ نه تسليميږو ))  د دې ښکاروندى  دي  چې  خلک د تروريستي شبکو او د دوى د بهرنيو ملاتړو په  وړاندې زيات  حساس        شوي  دي . 
د تروريستي شبکو په  وړاندې  د دولت او  خلکو غبرګون د ارزښت اوستاينې  وړ دى  او دغه هېلې پياوړې کوي  چې  نور د تروريستي کړيو په  وړاندې  حوصله نه کيږي بلکې  هغوى به د خپلو  ناوړو او پليدو عملونو سزا  وګوري .
څرنګه چې جمهور رييس غني پرون په يوه امنيتي غونډه کې وروستۍ پرمختياوې  وڅيړلې اوپه همدې ترتيب اجرائيه رئيس ډاکتـــرعبدالله عبدالله خبردارى ورکړ چې تروريستان  به د خپلو ناوړو عملونو  ځواب  ترلاسه  کړي ، د ملي امنيت ادارې هم  ټينګار کړى دى  چې د افغانستان خلک به  د دغو ناوړو عملونو ځواب ورکـــړي .
د کورنيــــو چارو وزارت هم د دغو جنايتونو دعاملينو د پيژندلـــو او هغوى ته  د سزا دورکولو خبره وکړه . په  همدې ډول بهرنيو هېوادونو او معتبرو نړيوالو سازمانونو هم په کابل کې وروستۍ تروريستي پيښې وغندلې . آن دغندونکو هېوادونه په ډله کې داسې هيوادونه ليدل کيږي چې په خپله په دوى يو ډول نه يوډول  له تروريستي سازمانونو سره د ملاتړ تور لګول شوى  دى .
دافغانستان خلک د وروستيو پيښو په اړوند دافغانستان ددولت او دبهرنيو هېوادونو غبرګون ستايي اوله دولت څخه غواړي چې تروريستان او دهغوى  نړيوال پلويان بايد وپيژندل شي  او هغه ډول  چې  زموږ  خلک يې غوښتنه کوي  مجازات شي .
څرنګه چې  جمهور رييس غني پخوا ويلي دي چې زور ته په زور  او سولې ته په سولې ځواب ورکوو.
له بله پلوه  د ملګروملتو سازمان په افغانستان کې  د بنسټپالنې  او تروريزم پرخلاف په هدفمندې مبارزې ټينګار کړى دى  او ويلي يې دي چې بايد تروريستان او د هغوى بهرني ملاتړي  وپيژندل شي او مجازات شي .
د ملګرو ملتودسازمان امنيت شورا ويلي دي  چې په افغانستان کې  وروستي تروريستي فعاليتونه په دې مقصد دي  چې افغانستان  دسولې دخبرو له تګلوري څخه منحرف شي . دغه سازمان  له غړو هېوادونو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې  د امنيتي ګواښونو او د تروريستانو د فعاليتونو پرخلاف  خپله مبارزه  جدي  کړي او له دغه هېواد  سره  زياتې همکارۍ  ترسره شي .
د افغانستان خلک  سره له  دې چې د دغه شان دريځونو هرکلى  کوي له بله پلوه  دتيرو څوارلسو کلونو او د تيرو کلونو پيښې دغه مسئله په بشپړه توګه  څرګنده کړې ده چې دافغانستان ستونزه اوستونزې په بهر کې جرړې لري اودغه هېواد دنورو هېوادونو دسياسي  لوبو ،توطيو ، دسيسواودټکيواوبرګيو ښکار شوى  دى . ددغه هېواد دبې ثباته کولو لپاره پروژې  جوړيږي . له تروريستي سازمانونو  اوله بنسټپالو ګوندونو څخه  دوسيلې په توګه کاراخستل کيږي .
څرګنده خبره  دا ده چې خلک  د ډارله اچوونکو  فعاليتونوڅخه سخت په ستونزو لتاړ دي  او دوى  د دولتي مسوولينو په عملي غبرګون  او د معتبرو نړيوالو بنسټونو  په  ضروري  او د تطبيق وړاقداماتو ټينګارکوي  چې  په  دغه هېواد کې د جګــړې او چاودنو غږ غلى شي او زموږ خلک د نورو هېــــوادونو په شان  دانساني  ژوندانه  د دوام لپاره خپل  حق  ترلاسه  کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته