امنیت

په ننګرهار کې دوسله والو طالبانو له خوا دبريښنا شرکت دديارلسو تنو فني کارکوونکو خلاصون .

کابل باختر د لړم شپږمه :
وسله والو طالبانو په پاى کې دننګرهار ولايت دبريښنا شرکت  ديارلس  تنه فني کارکوونکي ازاد کړل .
دغه کارکوونکي کابو اته ورځې  مخکې دوسله والو طالبانو له خوا په دغه ختيځ ولايت کې تښتول شوي وو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله  خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې دبريښنا شرکت دغه فني کارکوونکي  دسيمه ئيزو مسوولينو په هلوځلو او دقومي مشرانو په منځګړيتوب دوسله الو طالبانو له خوا ازادشول .
ازاد شوي کسان خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي .
ختم- ف_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته